نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لارموندنې د بریا په خوشحالۍ کې د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او د نړۍوال شل اووریز کرېکټ درېیم الروانډر محمدنبي عیسیخېل د افغان زلمیو لوبه ستایلې او ټولو هېوادوالو ته یې د دغې سترې بریا مبارکي ورکړې ده.
نبي یکشنبه د غويي پر ۹مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: « زمونږ د فوټسال لوبډلې په لومړي ځل د فوټسال نړۍوال جام ته لاره پیدا کړه. زندهباد ځوانانو.»
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ازبکستان کې د فوټسال نړۍوال جام د غوراوي سیالیو په پای لوبه کې له قرغزستان سره لوبه وکړه او په پای کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵-۳ په توپیر ماتې ورکړه او نړۍوال جام ته یې لاره وموندله.
اړوندې لیکنې :
- د فوټسال لوبډلې له خوشحالۍ وروسته د خپل نجوڼو د راتلونکې لپاره وژاړو
- نړیوال جام ته د فوټسال لوبډلې د پرمختګ له امله د افغانستان د خلکو خوښي
- د سریلانکا کرېکټ لوبډلې د اوو ویکټو په توپير افغان کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه
- افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې وخوړه
- د «افغان ایوک» ډلې افغانانو ته د «اېسایوي» ویزو د ورکړې غوښتنه وکړه
- روسیې د طالبانو په غوښتنه په دوحه کې د افغان استازو په ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه