هر ګړې د کابل په وخت : 6:19 am
ننې نیټه : 03-11-2025
تاریخ : 03-11-2025
ساعت : 06:19

په بدخشان کې یو ۲۰ کلن زلمي ځان‌وژنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : بدخشان: په بدخشان کې سیمه‌ییزې سرچینو د یو زلمي د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.سرچینې وايي چې دغه کس سه‌شنبه د غويي پر ۱۴مه د بدخشان شغنان ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې د «موږک دوا» خوړلې ده.

بدخشان: په بدخشان کې سیمه‌ییزې سرچینو د یو زلمي د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې دغه کس سه‌شنبه د غويي پر ۱۴مه د بدخشان شغنان ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې د «موږک دوا» خوړلې ده.

دا زلمی میرویس نومېده او ۲۰ کلن و.

سرچینې زیاتوي چې میرویس د تنګسیا او بېوزلۍ له کبله ځان وژلی دی.

تر اوسه په بدخشان کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دی.

له دې وړاندې هم یو شمېر کسانو د بېوزلۍ، بېکارۍ او کورني تاوتریخوالي له کبله ځان‌وژنې کړې دي.

د یادونې ده چې بیګاه شپه هم د بلخ مرکز مزار شریف ښار په لسمه ناحیه کې یو زلمي ځان زندۍ کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x