روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۱۱

د خیبرپښتون‌خوا ویاند: د قانوني اسنادلرونکو افغانانو پر وړاندې هر ډول اقدام کرکه رامنځته کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د خیبرپښتون‌خوا ایالت ویاند محمدعلي سیف ویلي، هغه افغان کډوال چې په قانوني توګه په پاکستان کې مېشت دي، د ځورولو او ایستلو مخنیوی یې باید وشي.سیف دا څرګندونې یک‌شنبه د غويي پر ۳مه له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.د خیبرپښتون‌خوا ایالت ویاند ټینګار کړی چې د قانوني اسنادلرونکو افغان کډوالو ایستل د «دواړو هېوادونو اړیکو» ته زیان رسوي.

د خیبرپښتون‌خوا ایالت ویاند محمدعلي سیف ویلي، هغه افغان کډوال چې په قانوني توګه په پاکستان کې مېشت دي، د ځورولو او ایستلو مخنیوی یې باید وشي.

سیف دا څرګندونې یک‌شنبه د غويي پر ۳مه له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

د خیبرپښتون‌خوا ایالت ویاند ټینګار کړی چې د قانوني اسنادلرونکو افغان کډوالو ایستل د «دواړو هېوادونو اړیکو» ته زیان رسوي.

د ده په ​​خبره، ټول هغه افغانان چې په دغه ايالت کې په ناقانونه توګه اوسېدل، ایستل شوي دي.

هغه څرګنده کړې: «د ناقانونه افغانانو ایستل حتمي و، خو نه شو کولای هغو افغانانو سره چې دلته په قانوني توګه اوسېږي، دا ډول چلند وکړو.»

د خیبرپښتون‌خوا د ځايي حکومت ویاند خبرداری ورکړی چې د قانوني اسنادلرونکو افغانانو پر وړاندې هر ډول اقدام به «زموږ او افغانستان ترمنځ کرکه، ناسم پوهاوی او بې‌باوري رامنځته کړي.»

د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو د جبري ایستلو دويم پړاو د وري میاشتې پر ۲۷مه پیل کړ.

له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې شاوخوا ۵۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x