په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې په دغه ښار کې د نن ماښام چاودنې یو کس وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.
د نوموړې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ شنبه د غويي پر لومړۍ ویلي چې چاودنه د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند په مېرویس مېدان سیمه کې پر یو مارسډیز موټر کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې ده.
د ځدراڼ په خبره، لومړني معلومات ښيي چې په چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او درې نور عام کسان ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې طالب پولیس د چاودنې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پېل کړې دي.
تر اوسه د دې چاودنې پړه چا منلې نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په یوې بلې پېښه کې مقاومت جبهې ادعا کړې چې د کابل ښار په هودخېلو سیمه کې یې دوه طالبان وژلي دي.
اړوندې لیکنې :
- په بلخ کې چاودنې یو کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی
- «انسان تښتوونکو» په کابل کې یو شپږ کلن ماشوم وژلی
- په هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم مړ کړی
- په هرات کې یوه ښځه ووژل شوه او درې ماشومان یې ټپيان شول
- په کندهار کې د لاسي بم چاودنې د یو ماشوم ژوند اخیستی
- په هرات کې د ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم مړ کړی