په کندهار کې سیمهییزې سرچينې وايي چې په پاکستان کې د طالبانو د جهادي مدرسې يو مسوول د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوى دى.
ناپېژاندو وسلهوالو مولوي محمد عمرجان اخندزاده د پاکستان بلوچستان ایالت په پلازمېنه کوټه ښار کې جمعه د وري پر ۳۱مه وژلی دی.
په کندهار کې د طالبانو د جهادي مدرسې مسوول، مولوي عمرجان د طالبانو غایب مشر ملا هیبتالله ته د نږدې کسانو له ډلې و.
هغه د اختر رخصتۍ د تېرولو او د خپلې کورنۍ د ليدنې په موخه پاکستان ته تللی و.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر ته نږدې کس په پاکستان کې وژل کېږي.
د یادونې ده چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.
اړوندې لیکنې :
- د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې نږدې ۱۰ کسان وژل شوي
- په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی؛ په ۲۰۲۳ کال کې نږدې زر تنه وژل شوي
- سویس له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه
- یعقوب مجاهد: په نږدې وخت کې پر خپل هوايي حریم هم خپل حاکمیت ترلاسه کړو
- نیکلاسن: موږ د سېلاب ځپلي افغانستان وضعیت له نږدې څارو
- کندهارکې اورلګېدنې نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی