د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو په کاپيسا کې دوه ښځې پر ډزو وژلي دي.
د طالبانو امنیه قومندانۍ شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا دوه ښځې د الهسای ولسوالۍ د «پاچاقوم حسناباد» په کلي کې وژل شوې دي.
طالبانو ادعا کړې چې د دغې ډلې له خوا د پېښې عاملان پیژندل شوي او ډېر ژر به ونیول شي.
طالبانو د دې دوو ښځو د هويت او وژنې څرنګوالي په هکله څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځو د مرموزو وژنو پېښې زياتې شوې دي.
د روان کال د تېرې وري میاشتې پر لومړۍ نېټه هم په سمنګان کې د یوې ښځې او د هغې د زوی جسدونه موندل شوي وو.
اړوندې لیکنې :
- هېواد کې د ښځو روان ناوړه وضعیت؛ ناپيژاندو وسلهوالو په کاپيسا کې دوه ښځې ووژلې
- په کندهار کې د وسلهوالو پېښو دوام؛ ناپېژاندو وسلهوالو یو سړی وواژه
- ناپېژانده وسلهوالو په نیمروز کې یو کس وژلی
- ناپېژانده وسلهوالو په سمنګان کې یو سړی په ډزو وژلی
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې
- ناپېژاندو وسلهوالو په فراه کې یو سړی په ډزو وواژه