د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې سیمهییزې سرچينې وايي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د یو لېسه ښوونځي ودانۍ جوړوي.
سرچينې چهارشنبه د وري پر ۲۹مه ویلي چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د ١٢ درسي خونو، یو لابراتوار، د استادانو او اداري دفترونو، د غونډو تالار، د مطالعې خونې، کتابتون او ولیبال ډګر درلودونکې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ښوونځي بودیجه شاوخوا ١٥٠ زره امريکايي ډالره ده.
ټاکل شوې چې دغه ودانۍ په شپږو مياشتو کې بشپړه شي او لګښت به يې د یادې سيمې ځايي ولسونه او په اسټرالیا کې مېشت مسافرین پرې کوي.
د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو تر دې دمخه هم د عامه ګټې اخیستنې ګڼې پروژې تأمین کړې دي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د غزني د جاغوري اوسېدونکو په خپلو شخصي لګښتونو يو ښوونځى جوړ کړى و.
اړوندې لیکنې :
- په کندهار کې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
- طالبانو په نیمروز کې د یو کلي ۴۰ اوسېدونکي نیولي
- نصیر احمد فایق: په قانوني ډول د افغانانو ژوند، آزادي، شخصي امنیت او محرمیت خوندي نه دي
- د هلمند اوسېدونکي: طالبان مو پلرنۍ ځمکې راڅخه لاندې کوي
- په غزني کې د سړې هوا له کبله یو طالب مړ شوی دی