روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۳۵
: 2

طالبانو په تخار کې د نجونو دوه لېسې پر دارالعلوم اړولې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو پوهنې وزارت په تالقان ښار کې د نجونو د دوو لېسو ودانۍ پر دارالعلوم بدلې کړې دي.سیمه‌ییزو سرچینو سه‌شنبه د وري پر ۲۸مه ورځپاڼې ته منلې چې په تخار کې د طالبانو پوهنې ریاست له پوهنې وزارت سره په همغږۍ د بي‌بي مریم او نمبر اول لېسو ودانۍ دارالعلوم ته ځانګړې کړې دي.د سرچینو په خبره، دا دوه لېسې په تالقان ښار کې د نجونو له پخوانیو لېسو څخه شمېرل کېږي چې د پخواني حکومت پرمهال پکې له نهمه تر ۱۲ ټولګي شاوخوا اووه زره نجونو زده‌کړې کولې.

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو پوهنې وزارت په تالقان ښار کې د نجونو د دوو لېسو ودانۍ پر دارالعلوم بدلې کړې دي.

سیمه‌ییزو سرچینو سه‌شنبه د وري پر ۲۸مه ورځپاڼې ته منلې چې په تخار کې د طالبانو پوهنې ریاست له پوهنې وزارت سره په همغږۍ د بي‌بي مریم او نمبر اول لېسو ودانۍ دارالعلوم ته ځانګړې کړې دي.

د سرچینو په خبره، دا دوه لېسې په تالقان ښار کې د نجونو له پخوانیو لېسو څخه شمېرل کېږي چې د پخواني حکومت پرمهال پکې له نهمه تر ۱۲ ټولګي شاوخوا اووه زره نجونو زده‌کړې کولې.

سرچینې ادعا کوي چې د نوي تعلیمي کال له پېل سره د دولتي ښوونځيو د اووم، اتم، نهم، لسم، یوولسم او له دولسمو ټولګیو فارغې شاوخوا ۷۶۰ نجونې جذب شوې دي او اوس د قرانکریم په حفظ، عقاید او نورو اسلامي کتابونو په زده‌کړو بوختې دي.

په تخار کې د پوهنې ریاست طالب  چارواکو په دې اړه له خبرو اترو ډډه کړې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په تخار کې د تخنیکي او مسلکي لېسې په ګډون د یو شمېر ښوونیزو او زده‌کړییزو بنسټونو ودانۍ په جهادي مدرسو بدلې شوې دي.

نږدې درې کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګه محرومې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x