په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارزدافیره رافیلا ایوډېس وايي چې اروپايي ټولنه او د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډه په هېواد کې له سرطاني ناروغانو سره مرسته کوي.
ایوډېس دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۲۷مه په خپله اېکسپاڼه کې کړې دي.
هغې د کابل په یو روغتون کې د سرطاني ناروغانو د درملنې او ساتنې له بهیره هم لیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ د ثبت کچه ۷۷ سلنې ته لوړه شي.
د یاد سازمان په خبره، تمه کېږي چې په راتلونکو درېیو لسیزو کې د سرطان تشخیص شوی شمېر ۳۵ میلیونه کسانو ته ورسېږي چې د تېرکال ۲۰ میلیونو ثبت شویو پېښو په پرتله ډېر زیاتوالی ښيي.
دا ناروغي هر کال د زیاد شمېر افغانانو ژوند اخلي.
اړوندې لیکنې :
- اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي
- د اروپايي پارلمان مشره: څه چې په افغانستان کې پېښ شول، هېر به یې نه کړو
- اميري: په افغانستان کې د زياتې بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ونډه اړينه ده
- اروپايي پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ
- په افغانستان کې دجنسیتی آپارتایداو دټرامپ ملاتړ
- د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي