په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا پر هغو ناروغو افغانانو چې ویزه نه لري او په افغانستان کې یې درملنه نه کېږي، تورخم دروازه تړلې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون وايي چې پاکستاني لوري دا دروازه نن دوشنبه د وري پر ۲۷مه د ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې تړلې ده.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني لوري د دغې دروازې د تړلو لامل څرګند کړی نه دی.
بل پلوه، پاکستاني چارواکو بیا په تورخم کې طالب چارواکو ته ویلي چې نور بې ویزې افغان ناروغانو ته هم د اوښتو اجازه نه ورکوي.
د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، هغه ناروغان چې په افغانستان کې یې درملنه شونې نه وي، دغه هېواد ته له ویزې پرته د درملنې لپاره تللی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په کب میاشت کې هم افغان ناروغانو ته پر تورخم د اوښتو اجازه نه ورکول کېده.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: پاکستان د بې ویزې ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله
- پاکستان د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله، چې بې ویزې د درملنې لپاره ور روان وو
- طالبانو د ناروغانو پر مخ د چمن – سپینبولدک دروازه تړلې
- سپین بولدک لار د ناروغانو پرمخ هم وتړل شوه
- پاکستان یو وار بیا د تورخم دروازه په بشپړه توګه وتړله
- د «ښځو حضور»؛ په سرپل کې طالبانو د یو تفریحي پارک دروازه د خلکو پرمخ وتړله