روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۶

د جمهوري نظام د پوځیانو نیولو دوام؛ طالبانو په سمنګان کې د تېر حکومت يو افسر نيولى

سيمه‌ييزو سرچينو په سمنګان کې د طالبانو له خوا د تېر حکومت پوځ د يو افسر د نيولو خبر ورکړی دی.

سرچينې سې‌شنبه د وري پر٢١مه ورځپاڼې ته منلې چې دا پخوانى پوځي صفت الله نومېږي او دوه شپې دمخه د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې له خپل کوره نيول شوى دى.

که څه هم د یاد پخواني پوځي د نيولو لامل لا نه دی په ډاګه؛ خو سرچينې ټينګار کوي چې صفت‌الله واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته «ازاد کاروبار» درلوده.

طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دغې ډلې تېر کال هم په سمنګان کې درې پخواني پوځیان نيولي وو.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره دغې ډلې تل په ډېرو مواردو کې د پخوانيو سرتېرو پر نيولو، شکنجې او وژلو لاس پورې کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د بشري حقونو هېڅ سازمان ته د خپلو کړنو په هکله ځواب نه ورکوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x