روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۱۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۱۵

مک‌مکال: طالبانو د افغانانو تر څنګ پر امریکايي کورنیو هم وحشت تحمیل کړی

 د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال د طالبانو په بندخونه کې د دغه هېواد د یو وګړي راین کوربېټ زنداني کېدو ته په اشارې وايي چې دغې ډلې د افغانانو سربېره پر امریکايي کورنیو هم «درد او وحشت» تحمیل کړی دی.

مک‌کال دا خبره دوشنبه د وري پر ۲۰مه د امریکا په استازو جرګې کې د وینا پر مهال کړې ده.

هغه زیاته کړې ده: «له افغانستانه د امریکا فاجعه‌لرونکي وتلو پایلې د وړاندوینې وړ وې. لکه څنګه چې طالبان په سیمه کې وحشت کوي او د افغانستان خلک یې وحشت‌ځپلي کړي دي، پر امریکايي کورنیو یې هم «درد او وحشت» تحمیل کړی دی.

د امریکا استازو جرګې د یاد جګپوړي غړي د څرګندونو پر بنسټ، طالبانو رایان کوربېټ له ۶۰۷ ورځو راپدېخوا د لمر له وړانګو لرې په یوه خوانه کې ساتلی دی.

مک‌کال ویلي چې د کوربېټ له نیول کېدو نږدې دوه کاله تېر شوي او امریکا ته د هغه د بېرته ستنېدو هیلې د پیکه کېدو په حال کې دي.

هغه یادونه کړې: «د نن ورځې په پیل کې ما موقع لرله چې د رایان میرمن انا کوربېټ، د دوی درې تنکيو ماشومانو او والدینو سره وګورم. اوس د تر بل هر وخت دوی د رایان لپاره په وېره کې دي.

د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر همداراز د دغې جرګې د ديموکراتانو له مشر سره په همکارۍ د يو پرېکړه‌ليک د وړاندې کولو چې پکې د کوربېټ د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه شوې، خبر ورکړی دی.

د مایکل مک‌کال په خبره، په داسې حال کې چې امریکايي وګړي د طالبانو په  بند کې دي، د بایډن دولت دغې ډلې ته یو متفاوته پیغام استوي او د رایان له نیول کېدو راپدېخوا یې یو میلیارد ډالر داسې هېواد ته استولي چې اداره یې د «منځنۍ پیړۍ د تئوکراتیک رژیم» له خوا کېږي.

د یادونې ده چې رایان کوربېټ د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۱۰مه په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

طالبانو د جزئياتو له ورکړې پرته د نوموړي او څو نورو بهرني اتباعو نيول کېدل منلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم یو شمېر مدني فعالانو، د امریکا کانګرېس استازو او ان د دغه هېواد چارواکو د طالبانو له زندانه د دغو امریکايي وګړو د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x