روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۳۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۵-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۵-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۳۱
: 2

اوچا: لاهم د هرات څه باندې ۲۴ زره زلزله‌ځپلې کورنۍ په زیانمن شویو استوګنځیو کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې لاهم په هرات کې ۲۴ زره او ۸۰۰ زلزله‌ځپلې کورنې په خیمو او زیانمن شویو استوګنځیو کې ژوند کوي.

اوچا دوشنبه د وري پر ۲۰مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په هرات کې شویو زلزلو ۴۰ زره کورونه ویجاړ کړي او ۲۷۵ زره کسانو بېړنیو مرستو ته اړتیا لرله.

د دغه بنسټ په خبره، زیانمن شوي کسان کورونو او استوګنځيو ته بېړنۍ اړتیا لري.

اوچا د دغو کورنیو څخه د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هغوی دې له پامه نه غورځول کېږي.

په هرات کې د تېر کال زلزلې د درنې انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ سخت مالي او اقتصادي زيانونه هم واړول او له اوو مياشتو وروسته هم زيات شمېر کورنۍ د خپلو لومړنيو خوراکي اړتياوو پوره کولو او سرپناه جوړولو وس نه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x