په پاکستان کې د مسیح شهاب په نوم د یو افغان ځوان د وژل کېدو خبر تر خپرېدو وروسته، د نوموړي خپلوان وايي چې هغه وژل شوی نه دی او په خبره یې، له یو لوړ ځایه لویدلی او ساه یې ورکړې ده.
سرچینو ویلي چې دا ځوان یکشنبه د وري پر ۱۹مه له روژه ماتي وروسته په اسلاماباد کې فیصل جومات ته تللی او هلته یې په یوې پېښه کې ژوند بایللی دی.
مسیح ته یوې نږدې سرچینې زیاته کړې: «مسیح جان د فیصل جومات د کټارو له پاسه د دغه جومات د اوداسه ځای ته لویدلی او ساه یې ورکړې ده.»
سرچینې وایي چې د مسیح سر زیان لیدلی و.
پېښه هغه مهال شوې چې مسیح په دغه سیمه کې پر انځور اخیستلو بوخت و.
له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو د پاکستان په اسلاماباد کې د مسیح شهاب د وژنې خبرونه ښکته پورته کېږي.
ویل کېږي چې نوموړی هلته د کوم بل هېواد د ویزې په تمه و.
اړوندې لیکنې :
- د «افغان ایوک» ډلې افغانانو ته د «اېسایوي» ویزو د ورکړې غوښتنه وکړه
- په پاکستان کې یو پخوانی سرتېری د طالب چارواکي له خوا تر ګواښ وروسته وژل شوی
- په نړۍ کې د یخ تر ټولو لوی غر له خپله ځایه خوځېدلی دی
- په سرپل کې د سړې هوا او کوټې د چت لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
- په بامیان کې د یو کور د چت لوېدو پېښه کې درې کسانو ژوند بایللی
- په کندهار او زابل کې د کورونو د چتونو لوېدو پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي