په فاریاب کې سیمهییزو سرچینو د یو وسلهوال «غله» له خوا د یوې ښځې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې «غل» شنبه د وري پر ۱۸مه د شپې له خوا د ګرزیوان ولسوالۍ په «تخارهيي» کلي کې د دغې مېرمنې کور ته اوښتی چې نوموړې یې له مقاومت وروسته په ډزو وژلې ده.
دا مېرمنه ۴۲ کلنه وه او خېرالنسا نومېده.
د سرچینو په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د خېرالنسا خاوند د تراویح لمانځه لپاره جومات ته تللی و او «غل» د څارویو د غلا لپاره دغه کور ته ننوتلی و.
ویل کېږي چې تورن له سیمې تښتېدلی او تر دې دمه یې طالبان په نیولو بریالي شوي نه دي.
تر اوسه د پېښې په اړه په فاریاب سیمهییزو طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جنايي پېښو زیاتېدو بیا خلک اندېښمن کړي دي.
بیګاه شپه ناڅرګندو وسلهوالو د مېدانوردک د نرخ ولسوالۍ په «چینزایوي» کلي کې یو ملا امام په ډزو وژلی دی.
همدا راز، بیګاه شپه د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د «ببرک څلورلارې» په سیمه کې هم د یوې کورنۍ درې غړي د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- ننګرهار کې د جنايي پېښو دوام؛ ناڅرګندو وسلهوالو یو سړی په ډزو وویشت
- د جنايي پېښو زیاتېدل؛ په هرات کې یو سړی وژل شوی دی
- په روژه کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ ننګرهار کې یوه سړي خپله مېرمن، زوی او اینګور وژلي
- فاریاب او سرپل کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي
- فاریاب کې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شول
- په فاریاب او سمنګان کې د ترافیکي پېښو لامله ۱۰ کسان مړه شوي