په فاریاب کې سیمهییزې سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د دوو پوځيانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې دا کسان معروف عطايي او صبغتالله عطايي نومېږي او شنبه د وري پر ۱۸مه د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې نیول شوي او تر اوسه یې درک نه شته.
تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو لامل څرګند نه دی.
تر دې دمه په فاریاب کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو نیول کېدل او لادرکه کېدل تازه خبره نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په بلخ کې د پخواني حکومت یو پوځي د طالبانو د شکنجې په پاېله کې ساه ورکړې ده.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کابل کې د یو پخواني جنرال په ګډون درې کسان نیولي
- طالبانو په تخار کې د تېر حکومت یو سرتېری او دوه ملکیان نیولي
- په بلخ کې د طالبانو د شکنجې په پاېله کې یو پخواني پوځي ساه ورکړې
- طالبانو په نیمروز کې د یو کلي ۴۰ اوسېدونکي نیولي
- طالبانو په لغمان کې د تېر نظام دوه سرتیري نیولي
- طالبانو په غور کې درې کسان د نایابه مرغانو د ښکار په تور نیولي