روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۵

د مرموزو وژنو لړۍ؛ په کابل کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

سیمه‌ییزې سرچینې په کابل ښار کې د یوې کورنۍ د درېیو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې ته منلې چې دا پېښه شنبه د وري پر ۱۸مه د شپې مهال د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د «ببرک څلورلارې» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې پېښې په قربانیانو کې خاوند، مېرمن او زوی شامل دي.

دا کسان په خپل کور کې د چړو پر ګوزارونو وژل شوي ‌دي.

تراوسه یې د وژنې لامل نه دی په ډاګه.

طالبانو هم تراوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مرموزو وژنو پېښې بې ساري ډول زياتې شوې دي.

جمعه د وري پر ۱۷مه د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د میدان وردګ د تخنیکي انسټیټوټ یو استاد په مرموز ډول ووژل شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x