روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۲۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۲۱

اسټرالیايي خپرنۍ: طالبانو خپل پام د هیروینو له تولید څخه متامفتامین ته اړولی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اسټرالیايي اوونیزې «ستردې پېپر» لیکلي چې طالبانو خپل پام د هیروینو له تولید څخه متامفتامین ته اړولی دی؛ ځکه په خبره یې، دا ماده د دغه هېواد د مخدره توکو په بازارونو کې پام وړ ارزښت لري.دغې خپرنۍ شنبه د وري پر ۱۸مه په یو راپور کې ویلي چې د متامفتامین پر لور تګ طالبانو ته دا چانس ورکړی څو د «هیروینو پراخه امپراتوري» په یوې ګټورې، خطرناکې او وژونکې سوداګرۍ بدله کړي.د راپور په حواله، دا چاره په افغانستان کې طالبان تمویل کوي.

اسټرالیايي اوونیزې «ستردې پېپر» لیکلي چې طالبانو خپل پام د هیروینو له تولید څخه متامفتامین ته اړولی دی؛ ځکه په خبره یې، دا ماده د دغه هېواد د مخدره توکو په بازارونو کې پام وړ ارزښت لري.

دغې خپرنۍ شنبه د وري پر ۱۸مه په یو راپور کې ویلي چې د متامفتامین پر لور تګ طالبانو ته دا چانس ورکړی څو د «هیروینو پراخه امپراتوري» په یوې ګټورې، خطرناکې او وژونکې سوداګرۍ بدله کړي.

د راپور په حواله، دا چاره په افغانستان کې طالبان تمویل کوي.

بلخوا، له مخدره توکو سره د مبارزې نړیوال اژانس یو کارپوه دغې رسنۍ ته ویلي چې طالبانو په لومړیو کې  خپلو پېرېدونکو ته د هیروینو کڅوړو ترڅنګ په وړیا ډول د متامفتامین یو کڅوړه لېږله، څو په خبره یې، هغوی له دغې مادې سره بلد کړي.

نوموړي زیاته کړې: «هغوی تاسې ته ۱۰۰ ګرامه هیروین لېږي او په وړیا توګه پنځه کیلو ګرامه متامفتامین ورزیاتوي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په لومړیو کې د دې چارې لامل دغې مادې ته د پېرېدونکو پام اړول و.

دغې اوونیزې خپرنۍ زیاته کړې، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر په ۲۰۲۲ کال کې د نشه‌یي توکو پر کرکېله بندیز ولګاوه؛ خو په خبره یې، دا فرمان په یو کال کې عملي نه شو او د مخدره توکو تولیدونکو د تولید او ذخیرې لپاره ډېر وخت درلود.

د راپور په حواله، په همدې موده کې طالبانو خپل ډېر پام د متامفتامین تولید ته واړوه او محصول یې بدل کړ.

طالبانو پرلپسې له مخدره توکو سره پر مبارزې ټينګار کړی؛ خو د راپورونو په حواله د دغې ډلې چارواکي په هېواد کې د دې توکو په کر او قاچاق تورن دي.

له دې وړاندې د ایران د نشه‌یي توکو سره د مبارزې مشر سکندر مومني ویلي و چې د روان کال لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشه‌یي توکو قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړي دغه څرګندونې په ویانا کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د لوړپوړو چارواکو په ۶۷مه غونډه کې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x