روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۴

په بدخشان کې یوې پېغلې ځان‌وژنه کړې

په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د یوې پېغلې د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي چې دا نجلۍ د فیض‌اباد ښار اړوند د «خرقه مبارک» سیمې اوسېدونکې وه او جمعه د وري پر ۱۷مه شپه مهال یې «د موږک د وژلو درمل» خوړلي دي.

د نوموړي په خبره، نجلۍ ولایتي روغتون ته له رسېدو وړاندې ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغې ځان‌وژنې انګېزه څرګنده نه ده؛ خو کامګار ویلي چې په دې تړاو یې څېړنې پېل کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو او د بېوزلۍ او بېکارۍ له زیاتېدو وروسته په خلکو په ځانګړې ډول په ځوانانو کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په ننګرهار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان ۹۰ متره ژورې څاه ته غورځولی او ځان‌وژنه یې کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x