د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي چې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو شتوالی لا هم د افغانستان خلکو پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.
یوناما دا څرګندونې سېشنبه د وري پر ۱۴مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
یوناما زیاتوي چې د ماینپاکۍ کارکوونکي د استوګنې او ښوونځیو شاوخوا سیمو په پاکولو سره د خلکو ژوند ژغوري.
دغه بنسټ پرون هم ویلي چې په افغانستان کې څه باندې درې زره کیلومټره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې ده.
د یوناما په خبره، هر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له کبله ژوند بایلي.
وروستۍ پېښې چې دوه ورځې دمخه په غزني او هرات ولایتونو کې رامنځته شوې، د ناچاودېدونکو توکو د چاودېدنې له کبله ۱۰ ماشومانو ژوند وبایلود.
اړوندې لیکنې :
- امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
- په بلاروس او پولنډ پوله کې سلګونه افغان کډوال د مرګ له ګواښ سره مخ دي
- په پاکستان کې یو پخوانی سرتېری د طالب چارواکي له خوا تر ګواښ وروسته وژل شوی
- بېنېټ: له جرمني څخه د افغانستانی مجرمینو کډوالو بېرته ستنولو دوی لا له ډېر ګواښ سره مخ کوي
- بلاول بوټو: د افغانستان پاتې وسلې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی
- پاکستانی سفیر: په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان او سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ دی