د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي پر طالبانو د مقاومت جبهې وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې ښکاري په افغانستان سخت بغاوت پېل شوی دی.
نوموړي شنبه د وري پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې د مقاومت جبهې خبرپاڼه شریکه کړې ده.
نوموړي لیکلي: «داسې ښکاري چې په افغانستان کې سخت بغاوت پېل شوی دی.»
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو د مقاومت جبهې بریدونو زور اخیستی دی.
نوموړې جبهې بیګاه شپه ادعا کړې وه چې د کابل په میرویس میدان او دهمزنګ په سیمو کې د طالبانو پر پوستو دوه بریدونه کړي چې له کبله یې درې طالبان وژل شوي دي.
څه موده وړاندې جان اڅکزي طالبانو ته خبرداری ورکړی و که د افغانستان له خاورې د پاکستان مخالفان پر دغه هېواد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي په خبره یې، د دغه هېواد ځواکونه به افغانستان ته دننه شي.
اړوندې لیکنې :
- مقاومت جبهې د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې
- طالبانو په بغلان کې یو بزګر د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی
- طالبان په کابل کې یو پنجشیری ځوان د مقاومت د جبهې د غړیتوب په تور نیولی
- د ملي مقاومت جبهه: په هرات کې مو په دوو جلا بریدونو کې درې طالب جنګیالي ووژل
- جان اڅکزی: ټول هغه کسان چې د افغانستان پېژندپاڼې لري، بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي
- مجاهد: افغانستان کې پر مذهبي ځایونو بریدونو کې د تاجکستان او پاکستان وګړي لاس لري