روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۲:۴۳
: 2

د طالبانو باج اخیستنه؛ په غزني ښار کې ریکشاچلوونکو اعتصاب کړی

سیمه‌ییزې سرچينې په غزني ښار کې د يو شمېر ريکشاچلوونکو د کاري اعتصاب خبر ورکوي.

سرچینې رسنی ته منلې چې ریکشاچلوونکي سې‌شنبه د وري پر ۷مه په غزني ښار کې د طالبانو ځمکني ټرانسپورټ ریاست مخې ته راټول شوي او دا ډله یې پر باج‌‌اخیستنې تورنه کړې ده.

د لاريون‌کوونکو په خبره، طالبان په غزني ښار کې په ناقانونه توګه له دوى څخه په تم‌ځایونو کې پيسې اخلي.

لاريون‌کوونکي وايي چې د پیسو نه ورکړې په صورت کې طالبان د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د غزني ښار ریکشاچلوونکي وايي چې اقتصادي ستونزو ته په کتو، طالبانو ته د پیسو ورکړې وس نه لري.

تر دې دمخه هم یو شمېر خلکو طالبان په ناقانونه توګه پر ځورونې او باج‌اخیستنې تورن کړي وو.

په وروستۍ پیښه کې، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د طالبانو له لوري د دوی د «ځمکو غصب» له کبله له دغې ډلې سره نښته وکړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x