روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۵۵

طالبانو د هرات حوزوي روغتون څلور کارکوونکي نیولي دي

په هرات کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو له خوا د حوزوي روغتون د څلورو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینو یکشنبه د وري پر ۵مه ویلي چې تېره پنجشنبه د طالبانو استخباراتو د حوزوي روغتون څلور کارکوونکي نیولي دي.

د سرچینو په خبره، په نیول شویو کسانو د روغتون سرطبیب، د لابراتوار یو کارکوونکی، یو ډاکټر او د اداري برخې یو کارکوونکی دی.

سرچینې زیاتوي چې تر اوسه د دغو کسانو د برخلیک په اړه خبر نه شته.

څرګنده نه ده چې دا کسان ولې نیول شوي دي.

په هرات کې طالبانو هم تر دې دمه څه ویلي نه دي.

په هېواد کې د اوسېدونکو نیول کومه نوې خبره نه ده.

طالبانو له دې وړاندې هم په بېلابېلو پلمو خلک نیولي، بندیان کړي او ربړولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x