روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۴۱
: 2

په روژه کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ ننګرهار کې یوه سړي خپله مېرمن، زوی او اینګور وژلي

سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په ننګرهار کې يوه سړي خپله مېرمن، زوى او اینګور د «روژه‌ماتي» پر مهال د کلاشينکوف پر ډزو وژلي دي.

سرچینې  ته منلې چې دا پېښه جمعه د وري پر ۳مه ماښام مهال د جلال‌اباد ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دې پېښې قربانیان لومړى ټپيان شوي؛ خو شېبه وروسته یې د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ژوند بایللی دی.

طالب ډلې هم دا پېښه منلې او ويلي يې دي چې د يادو درېيو کسانو پر وژلو تورن کس د دوی له لوري نيول شوى دى.

د روژې میاشتې په رارسېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کورنۍ تاوتریخوالی او جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

درې ورځې وړاندې په پکتيکا کې يوې مېرمنې خپل مېړه د «روژه‌ماتي» په وخت کې پر سر د چړې په ګوزار وواژه.

د کب پر ۲۲مه د خوست ولایت د «لکڼو» ولسوالۍ د «کوړیانو» په کلي کې هم د دوو کورنیو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ځوان ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x