روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۰۶

د اروپايي پارلمان مشره: څه چې په افغانستان کې پېښ شول، هېر به یې نه کړو

د اروپايي ټولنې پارلمان مشرې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري د جنسیتي تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.

روبرټا مټسولا پنج‌شنبه د وري میاشتې پر ۲مه خبریالانو ته ویلي چې اروپايي ټولنه به افغانستان هېر نه کړي.

هغې همداراز زیاته کړې: «موږ د جنسیتي اپارټایډ غندنه کوو، دا د اروپا پارلمان قوي دریځ دی.»

د اروپايي پارلمان مشرې یادونه کړې چې د پرتګال په لیزبون ښار کې یې د «زړورو» افغان میرمنو له یوې ډلې سره لیدلي چې د طالبانو له منګولو تښتیدلې وې.

هغه یادونه کړې: «هغوی اوس زده‌کړه کوي او په اروپا کې د یوه نوي ژوند پر جوړولو لګیا دي.ِ»

هېره دې نه وي چې په تېرو دوه‌نيمو کلونو کې طالبانو د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار برید کولو سره د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي هر کله یې چې د دې موضوع پر خلاف لاریون لیدلی، هغوی یې ځپلې دي.

دغې ډلې چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه داسې مهال په هېواد کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان وکړ چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په هکله یوه یادونه هم نه ده کړې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x