په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپله مېرمن وژلې ده.
دا پېښه یکشنبه د کب پر ۲۷مه د جلالاباد ښار په اتمه ناحیه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، وژل شوې ښځه او مېړه یې د درهنور ولسوالۍ و چې په جلالاباد ښار کې یې ژوند کاوه.
دا ښځه د درېیو ماشومانو مور وه.
سرچینو د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بللی دی.
تر دې دمه په ننګرهار کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
تېره ورځ په فاریاب کې هم یوه ۳۰ کلنه ښځه د خپل ورور له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوې وه.
اړوندې لیکنې :
- د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی؛ په کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې
- په روژه کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ ننګرهار کې یوه سړي خپله مېرمن، زوی او اینګور وژلي
- په ننګرهار ولایت کې ناموسي وژنه؛ یوه کس خپله اينګور وژلې
- نامعلومو وسلهوالو په کندهار کې یو سړی او د هغه مېرمن وژلې
- په بادغیس کې یو سړي خپله اووه کلنه لور وژلې
- په بدخشان کې یو طالب جنګيالي خپله ورېندار د واده وړانديز د نهمنلو له کبله وژلې