روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۵۳

په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي

په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د سرو زرو د یو کان د نړېدو له امله دوو کارګرو ژوند بایللی دی.

دا پېښه شنبه د کب پر ۲۶مه د ماسپښين شاوخوا ۳:۰۰ بجې د کوف‌اب ولسوالۍ په وخنده سیمه کې شوې ده.

تر دې دمه له کان څخه د دغو دوو کسانو مړي راوېستل شوي نه دي.

ورته مهال، په بدخشان کې ځايي طالب چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی؛ خو په تړاو یې نور جزییات وکړي نه دي.

له دې وړاندې هم کان کیندونکو ته د هېواد په ځينو نورو سیمو کې د ورته پېښو له کبله د سر زیان اوښتی دی.

څه موده وړاندې د بدخشان خواهان ولسوالۍ د خیراباد کلي د سرو زرو یو کان د نړیدو په پېښه کې دوه کارګر مړه شوي و.

د کانونو ناقانونه استخراج او د خوندیتوب معیارونو ته نه پاملرنه بیا د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x