په هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ۲۸ کلن سړی د «غلا» په تور وژلی دی.
سرچینې ته منلې چې دغه کس جمعهشپه د کب پر ۲۵مه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د «ګلانو څلور لارې» په سیمه کې د طالبانو له لوري ویشتل شوی دی.
د دغه کس د هويت په هکله نور جزئيات په لاس کې نشته.
طالبانو هم تر دې دمه په رسمي ډول په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
ورته مهال، د طالبانو یوې سرچینې ته منلې چې دغه کس د دوی له لوري د غلا په تور وژل شوی دی.
د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، واک ته د طالبانو رسېدو وروسته د هېواد خلک په ځانګړې توګه د تېر حکومت سرتېري په بېلابېلو تورونو وژلي دي.
دغې ډلې د مرغومې پر ۲۳مه هم په چاريکارو ښار کې د «فوټبال دوه لوبغاړي» د «تښتونې» په تور ووژل.
اړوندې لیکنې :
- په هېواد کې د مرموزو او هدفي وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژندو وسلهوالو په فاریاب کې یو ځوان وویشت
- په هرات او ننګرهار کې دوه ځوان هلکان وژل شوي دي
- د مرموزو وژنو دوام؛ په هرات کې له یو ځوان سر پرې شوی
- د وژنو دوام؛ په هرات کې یو تنکی ځوان وژل شوی
- د طالبانو په واکمنۍ کې اقتصادي ستونزې؛ په ننګرهار کې يو ځوان د موټر تر ټاير لاندې ځان اچولی…
- طالبانو په هرات کې اته کسان په درو ووهل