ځايي سرچينې وايي چې په خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ په وسلهواله نښته کې يو ځوان وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.
سرچینې رسنی ته منلې چې دا پېښه سېشنبه شپه د کب پر ۲۲مه د خوست مرکز ته څېرمه د «لکڼو» ولسوالۍ په «کوړیانو» کلي کې شوې ده.
وژل شوی کس شیزالله نومېده او د خوست په ولایتي روغتون کې ډاکټر و.
د سرچينې په وینا، په دې نښته کې د څلورو نورو کسانو سربېره د شیزالله دوه وروڼه هم ټپيان شوي دي.
طالبانو هم دا پېښه منلې او ویلي یې دي چې دغو دوو کورنیو له ډېر پخوا «شخصي دښمني» لرله.
هېره دې نه وي چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې هم د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې یو ځوان په ورته پېښه کې ووژل شو.
اړوندې لیکنې :
- راه کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې درې کسان ووژل شول
- په بدخشان کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پرسر نښته؛ ۱۵ کسان ټپیان شوي
- په غزني کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس ووژل شو
- په هرات کې د طالبانو د یوه رینجر او سراچې ترمنځ د ټکر له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي
- په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي
- دطالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دوه طالب سرتیري وژل شوي