روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۶

په زابل کې د یوې کوټې د چت پرېوتو پېښه کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپيان شوي

په زابل کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې کوټې د چت پرېوتو په پېښه کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه چهارشنبه د کب پر ۲۳مه د زابل په مرکز قلات ښار کې شوې ده.

ورته مهال، په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمت‌الله حماد هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

د نوموړي په خبره، د دې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي و.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طبیعي پېښو ګڼ شمېر کسانو ته د سر زیان اړولی دی.

پرون په هرات کې هم ورته پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x