روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۴

اوچا په نورستان کې له هغو ۲۲۱ کورنیو سره مرسته کړې چې د ځمکې ښوېدنې له کبله زیانمنې شوې وې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې یې له هغو ۲۲۱ کورنیو سره مرسته کړې چې د ځکمې ښوېدنې په پېښه کې زیانمنې شوې وې.

اوچا دوشنبه د کب پر ۲۱مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دې مرستو کې خواړه، بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکي دي.

نوموړي دفتر ویلي چې دا مرستې د دغه بنسټ د شریکانو له لوري پر زیانمنو شویو کورنیو وېشل شوې دي.

تېره میاشت د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په «نکره» دره کې د درنې واروې ورښت له کبله ځمکه ښوېدلې وه.

اوچا په دې پېښه کې د مړو شویو شمېر ۲۱ کسان ښودلی و.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږۍ ادارې یا اوچا ویلي په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي چې په خبره یې، تر نیمايي ډېرې يې نجونې او مېرمنې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x