نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې روان زېږدیز کال کې د ټولو مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی دی.
نړیوال بانک یکشنبه د کب پر ۲۰مه ویلي چې پروسږکال د ملګرو ملتونو د شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالرو مرستو او نږدې دوه میلیارد ډالره حوالو له کبله د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې ۲۷ سلنه لوړ شوی و.
د دغه بانک په خبره، د اسعارو دا لوړوالی د شاوخووا ۳.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجارتي کسر جبران کړ چې په سیمهییزو بازارونو کې د ډالرو د زیاتوالي او د افغانۍ ارزښت د لوړوالي لامل شو.
د نوموړي بانک د راپور په حواله، د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړیدو بیا د تورم له کمېدو، د وارداتو ارزانه کېدو او په افغانستان کې د تقاضا له کمېدو سره مرسته کړې ده.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۴ کال په پېلېدو د افغانۍ لپاره جریان بدل شوی چې د ټولو مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې رالوېدلې. د فبرورۍ تر پایه د امریکايي ډالر پر وړاندې ۵.۴ سلنه، د یورو پر وړاندې پنځه سلنه، د چینايي ین پر وړاندې ۱۳ سلنه، د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۵.۲ سلنه او د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې بیا ۶.۳ سلنه ټيټه شوې ده.»
پرون د کابل په سرای شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۷۰.۹ افغانۍ بدلېده.
طالبانو د افغانۍ ارزښت د ثبات ساتلو په موخه وخت ناوخت بهرني اسعار په ځانګړي توګه ډالر لیلاموي.
پرون هم د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه وپلورل.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له پرځېدو سره مخامخ شو او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک له هڅو سربېره بیا هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت مخ په ځوړ روان و.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک نږدې یو میلیارډ له کاره لوېدلې افغانۍ وسوځولې
- ولې د طالبانو دظالمانه قوانینو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه ناکام پاتې دی؟
- په نړیوال سیاست کې تناقض: ؛څنګه نړیوال وجدان د انسانی غوښتنې او سیاسی شعار تر منځ، په توپیر…
- طالب جنګیالیو په تخار کې له یو صراف څخه ۱۰ میلیونه افغانۍ او شپږ زره ډالر غلا کړي
- راشدخان په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون افغانۍ مرسته کوي
- کندهارکې اورلګېدنې نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی