روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۷

په هلمند کې د یو کس مړی موندل شوی

په هلمند کې ځايي سرچینو د یو کس د مړي موندل کېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینو په خبره، د دغه کس مړی نن یکشنبه د کب بر ۲۰مه د ګرمسیر ولسوالۍ په ریګ سیمه کې موندل شوی دی.

سرچینې وايي چې خلکو د دغه کس مړی داسې مهال موندلی چې څېره یې نه پېژندل کېده.

د سرچینو په خبره، ښايي دا کس یو کال وړاندې وژل شوی وي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.

د راپورونو په حواله، نن په غزني کې هم د یو کس مړی موندل شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x