د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر له پرېکړو د افغان ښځو پر ایستلو نیوکه کړې او ویلي دي چې دا به افغانستان له ناروین څخه د وتلو له هر ډول چانسه محروم کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر دا څرګندونې یکشنبه د کب پر ۲۰مه په خپله ایکسپاڼه کې کړې دي.
د دغه دفتر په خبره، له پرېکړو د افغان ښځو ایستل دا په ډاګه کوي چې د ښځو پر حقونو تېری، د هغوی د غږ غلی کول او له ټولنې د هغوی څنډې کول نه یوازې دا چې مجازات کېږي نه؛ بلکې لا نورمال کېږي.
له دې وړاندې د افغان ښځو او بشري حقونو وضعیت په اړه د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې له ښځو سره د طالبانو ناوړه چلن له امله افغانستان هر کال تر یو میلیارد ډېر ډالر له لاسه ورکوي.
د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې چې د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز د هېواد ټولو وګړو ته زیان رسوي.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو کمښت له یوه قوي ناورین سره مخ دی
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو تر ۱۶ زرو ډېرو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي
- ملګري ملتونه: که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې بشري مرستو ته اړتیا لري
- ملګري ملتونه: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې ۸۰ زره کسانو ته زیان اړولی
- د «ځمکې ورځ»؛ ملګري ملتونه: افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلونه کړېږي