روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۰

اوچا: په افغانستان کې ۵۲ سلنه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، سږکال ۲۳.۷ میلیونه افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا دا څرګندونې یکشنبه د کب پر ۲۰مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاتوي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له اته میلیونه نجونو او ۹.۲ میلیونه ښځو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان د افغانستان د «زیانمن شویو» ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې د کار او زده‌کړې له حقه هم بې برخې شوې دي.

تر دې دمخه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي و چې په نړۍ کې له هرو ۱۰ ښځو څخه یوه یې په سختې بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x