هر ګړې د کابل په وخت : 12:09 pm
ننې نیټه : 24-06-2026
تاریخ : 24-06-2026
ساعت : 12:09

یونیسف: په افغانستان کې مو له ۷۰۰ زرو زیاتو پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې تېر کال یې په هېواد کې د ۷۱۵ زرو پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.

یونیسف دا څرګندونې چهارشنبه د کب پر ۱۶مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق زیاتوي چې تېر کال یې په افغانستان کې له ۹۰ میلیونو بستو ډېر خوراکي توکي پر اړمنو کسانو وېشلي دي.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲.۳ میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي.

په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ او د مالي مرستو له کمېدو وروسته بې‌وزلي او لوږه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د هېواد یو د درېیمې برخې ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x