په غزني کې سیمهییرې سرچينې وايي چې د کابل-کندهار پر لويه لاره د يوې ترافیکي پېښې له کبله نهه کسان مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه سېشنبه شپه ۸:۰۰ بجې، د کب پر ۱۵مه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په «ناني» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې ته منلې چې دا پېښه له یوه بار وړونکي موټر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
ورته مهال، د غزني ولايتي روغتون سرچينې وايي چې په دې پېښه کې د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د سړکونو خرابوالی، د موټرونو چټک ځغلول او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول د دا ډول پېښو له لاملونو څخه بلل کېږي.
اړوندې لیکنې :
- په میدانوردګ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله واوښته
- په زابل کې د يوې ټرافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
- پکتیا کې د یوې ترافیکي پیښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
- په لغمان کې د ترافیکي پېښې له کبله اووه کسانو ژوند بایللی
- په ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي
- په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي