په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې ناپېژندو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو ځوان په ډزو وویشت.
سرچینې رسنی ته منلې چې دا پېښه دوشنبه، د کب پر ۱۴مه د اندخوی ولسوالۍ د «بابه خواجه» په کلي کې رامنځته شوې ده.
دا ځوان ارسلان نومېده او په خپل کور کې وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ارسلان په دې وروستيو کې د اندخوى-جوزجان پر لاره د موټر مينځلو کارخونه جوړه کړې وه.
تر اوسه د یاد ځوان د وژنې انګېزه نه ده څرګنده.
طالبانو هم پېښه منلې او ويلي يې دي چې دې ډلې د ارسلان د وژنې د عاملينو د نيولو په موخه خپلې پلټنې پيل کړې دي.
د ویلو ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.
د خپاره شويو راپورونو پر بنسټ، تېره اوونۍ د جوزجان ولايت په پښتونکوټ او دولتاباد ولسواليو کې په دوو جلا پېښو کې دوه ځوانان وژل شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- د مرموزو وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژنده وسلهوالو په خوست کې یو ځوان په ډزو وواژه
- هېواد کې د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په ننګرهار کې ناپېژاندو وسلهوالو یو کس وژلی
- د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ ناپېژانده وسلهوالو په غور کې یو سړی وواژه
- هېواد کې د مرموزو وژنو دوام؛ په سمنګان کې يو ځوان وژل شوی
- ناپېژنده وسلهوالو په فاریاب کې د جمهوریت یو سرتېری په ډزو وویشت
- د مرموزو وژنو دوام؛ په هرات کې له یو ځوان سر پرې شوی