روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۴۹

ملا یعقوب او د قطر د دفاع وزیر د «دوه اړخیزو اړیکو» په هکله وغږېدل

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د قطر له دفاع وزیر، خالد بن محمدالعطیه  سره لیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد سې‌شنبه، د کب پر ۱۵مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا لیدنه په قطر کې شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دوى په دې ليدنه کې د «دوه اړخیزو اړیکو پراختیا» په هکله غږېدلی دي.

مجاهد زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د طالبانو او قطر یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د طالبانو دفاع وزیر او لوی درستیز د تېرې یک‌شنبې ورځ قطر ته سفر کړی.

تر دې مخکې د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ویلي و چې مجاهد او فطرت به له قطري چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې او همداراز د دغه هېواد د «ډیمډېکس دفاعي» نندارتون کې ګډون وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x