د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ غړې بنفشه یعقوبي او ۱۱ نورې مېرمنې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ۲۰۲۴ کال د «زړورې مېرمنې» جایزې ګټونکې شوې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جمعه، د مارچ پر لومړۍ نېټه اعلان کړی چې دا جایزه به د مارچ په څلورمه بنفشه یعقوبي ته ډالۍ شي.
د دغې اعلامیې پر بنسټ، یعقوبي له کلونو راهیسې د یوې مدافع وکیلې په توګه د هغو ښځو د حقونو دفاع کوي چې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
هغه چې په خپله هم پر سترګو کمزورې ده، په ۲۰۰۸ کال کې یې له خاوند سره په ګډه د «رهیاب سازمان» جوړ کړ څو په افغانستان کې په دید کمزورو خلکو ته د زدهکړې او وړتیا ترلاسه کېدو زمینه برابره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یعقوبي د بشري حقونو په کمېسیون کې د ړندو ماشومانو پر زدهکړو هم تمرکز کاوه.
په اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو دا فعاله اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي؛ خو لا هم د افغان معلولیت لرونکو وګړو لپاره نه ستړې کېدونکې مدافع وکیله ده.
د بهرنیو چارو وزارت د زړورو مېرمنو نړۍواله جایزه له ۲۰۱۶ کال راهیسې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې د سولې، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ او د مېرمنو او نجونو د پیاوړتیا په برخه کې یې بې ساري زړورتیا، ځواکمنتیا او رهبري ښودلې وي.
اړوندې لیکنې :
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: واشنګټن د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان په هکله د خبرواترو لپاره قطر او پاکستان ته سفر کوي
- د لیتوانیا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي
- د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په خاوره کې مو د اطلاعاتو پر بنسټ عملیات کړي
- د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په بامیان کې د خپلو درېیو وګړو وژل کېدل ومنل