د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې بریټانیا له افغانستان سره یو میلیون پونډه مرسته کړې ده.
اوچا پنجشنبه د کب پر ۱۰مه په خپله ایکسپاڼه کې د بریټانیا له دغې مرستې مننه کړې ده.
د اوچا په خبره، دا پیسې د افغانستان بشردوستانه صندوق ته سپارل شوې دي.
له دې وړاندې هم بریټانیا له افغانستان سره ۳۶ میلیون ډالره مرسته کړې وه.
دا مرسته داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدګۍ لپاره یوازې درې سلنه اړتیا وړ بودیجه ترلاسه کړې ده.
ګوتېرېش سهشنبه د کب پر لومړۍ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و چې روان زېږدیز کال کې شاوخوا نیمايي افغانان مرستو ته اړتیا لري.
اړوندې لیکنې :
- جاپان له افغانستان سره ۶۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته وکړه
- جاپان له افغانستان سره ۱۳.۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه
- جرمني د افغانستان خلکو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
- سویس له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه
- د ملالې بنسټ په افغانستان کې د نجونو د زدهکړې لپاره ۱.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه
- د خوړو پروګرام: په افغانستان کې مو له ۱۹ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه