روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۲۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۲۵

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري: طالبان دې هر ډول بدني سزاوې ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ له طالبانو غوښتي چې د اعدام په ګډون دې هر ډول بدني سزاوو ته د پای ټکی کېږدي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاند جرمي لارنس چهارشنبه د کب پر ۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د طالبانو له لوري په غزني او جوزجان کې د درېیو کسانو اعدام «ظالمانه»، «ناانساني» او «سپکوونکی» بللی دی.

نوموړي زیاته کړې: «دا ډول اعدامونه خپلسرې بڼه لري او د ژوند له حق سره په ټکر کې دي.»

د هغه په خبره، پر دې کسانو څو ډزې شوې دي.

لارنس یادونه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو بیا تر اوسه د دې ډلې قضايي سیسټم د پرېکړې او هبت‌الله اخوندزاده له تایید وروسته، پنځه کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاند له طالبانو غوښتي چې د تورنو کسانو قانوني محاکمې ته درناوي وکړي او قانوني وکالت ته عادلانه لاسرسی ډاډمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې په غزني او جوزجان کې درې کسان په عام محضر کې اعدام کړل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x