د سمنګان ولایت طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي یو کس په چاقو وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
دا پېښه پرون سېشنبه، د کب پر ٨مه د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د سمنګان امنیه قومانداني وايي چې دا پېښه د دغه ولایت د شپږو اوسېدونکو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
د پېښې تورن د طالبانو له لوري نيول شوى دى.
ورته مهال، د سمنګان ولايتي روغتون سرچينې د دې پېښې د ټپيانو له ډلې د يوه کس روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
په دې وروستيو کې په سمنګان ولايت کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې طالبانو خبر ورکړی و چې په تېرو اتو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د جنايي پېښو په تړاو ۷۳۰ کسان نیولي دي.
اړوندې لیکنې :
- په تخار کې د طالبانو خپلمنځي نښتې له کبله یو کس وژل شوی او درې ټپیان دي
- په بدخشان کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پرسر نښته؛ ۱۵ کسان ټپیان شوي
- په ننګرهار کې د ماشومانو پر سر د شخړې په پاېله کې یو کس وژل شوی
- متقي: له هېڅ لوري سره د ټکر او شخړې غوښتونکي نه یو
- په ننګرهار کې تر لفظي شخړې وروسته یو هلک ووژل شو
- د افغانستان له سرحدونو بهر د جهاد په اړه د طالبانوډلو ترمنځ،خپل منځي شخړې