روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۰۹

په تخار کې د ګازنیونې له کبله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند بایللی

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په تخار ولایت کې یو سړی او د هغه دوه ځوان زامن د ګازنیونې له کبله مړه شوي دي.

دا پېښه دوشنبه، د کب پر ۷مه د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې رامنځته شوې ده.

سرچینې رسنی ته منلې چې دغه کسان په یوه «سرای» کې ساتونکي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په هېواد کې د بې کيفيته ګازو او ډبرو سکرو د استعمال له کبله هېوادوال مري.

څه موده وړاندې د غزني ولایت په مرکز کې دوه ځوانان د ګازنیونې  له کبله مړه شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x