د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې ټاکل شوې تر درېیو راتلونکو ورځو پورې د دغه هېواد په هکله خپل تازه راپور وړاندې کړي.
بېنټ دوشنبه د کب پر ۷مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا راپور به راروانه پنجشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پنځه پنځوسمه غونډه کې وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو غونډه نن په ژنیو کې د دغې شورا په دفتر کې پېل شوه چې په دې شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه هم ګډون کړی دی.
ټاکل شوې د بشري حقونو د شورا غونډه د روان زیږدیز کال د اپریل میاشتې تر پنځمې دوام وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزونه بیا د دغې غونډې د لومړۍ اوونۍ د اجنډا په سر کې ده.
د یادولو ده چې له دې غونډې سره هممهاله، د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناسته هم روانه ده.
اړوندې لیکنې :
- مجاهد د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه بللې
- د خوړو نړیوال پروګرام: راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده
- بېنټ: په افغانستان کې نجونې له جنسیتي زیانونو کړېږي
- اندېشه: هیله لرو راپور مو نړۍ ته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څرګند کړي
- په افغانستان کې ځپونکي سېلابونه؛ ریچارډ بېنټ له سېلابځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه
- اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي