روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۸
: 2

طالبانو په هرات کې دوه کسان په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کېندلو په تور نیولي

په هرات کې ځايي طالب چارواکو په «لرغونو سیمو کې د ناقانونه کېندلو» په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

په هرات کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دوشنبه د کب پر ۷مه ویلي چې دا دوه کسان د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه د ځمکې لاندې د کانونو کشفولو دوه الې او «ځيني لرغوني اثار» هم ترلاسه شوي دي.

د هرات ګلران ولسوالۍ له ایران سره په پوله پرته ده او طالبانو څه موده وړاندې هم دغه هېواد ته د لرغونو توکو د قاچاق په تور د دغې ولسوالۍ په اړوند کې یو کس نیولی و.

دا کسان داسې مهال نیول شوي چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د کانونو د استخراج په برخه کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره هوکړې لاسلیک کړې دي.

ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې هېڅ شرکت یا دولت حق نه لري چې له نامشروع رژیم سره د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x