د جوزجان سيمهييزې سرچينې وايي چې طالبانو په دغه ولايت کې یو کس د قتل په تور اعدام کړی دی.
سرچینې رسنی ته منلې چې دغه حکم د طالبانو غایب مشر ملا هبتالله اخندزاده په امر دوشنبه، د کب پر ۷مه د شبرغان ښار په ورزشي لوبغالي کې عملي شوی دی.
د سرچينې په وينا، طالبانو د حکم د عملي کولو پر مهال، د عکاسۍ مخنیوی کړی دی.
د طالبانو سترې محکمې هم په یوه خبرپاڼه کې دغه خبر منلی دی.
د ویلو ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې، د بشري حقونو د درناوي او د صحرايي مجازاتو د بندېدو په موخه د کورنيو او بهرنيو فشارونو سره سره د هېواد په لوبغالو کې د زرګونو کسانو او د خپلې ډلې د لوړپوړو چارواکو په حضور کې څلور کسان په ډزو ویشتي دي.
تېره اوونۍ د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې د ملا هبتالله په حکم یې د غزني ولایت په مرکز کې دوه کسان د ورزش په لوبغالي کې په ډزو وژلي دي.
اړوندې لیکنې :
- په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو قصاص؛ یوناما: د اعدام له سزا سره مخالف یو
- په جوزجان کې ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- د طالبانو رسنیز فعال 'جنرال مبین' د پاکستان او طالبانو تر منځ په یوې جنجالي موضوع بدل شوی
- په پنجشیر کې د طالبانو جنایتونه
- طالبانو په سرپل کې یو کس په درو وواهه