روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۷

طالبانو په لغمان کې دوه کسان د بد اخلاقۍ په تور په دورو ووهل

له هغې وروسته چې په غزني کې دوه کسان په عام محضر کې قصاص شول، د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په لغمان کې یې دوه کسان د بداخلاقۍ په تور په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې یکشنبه د کب پر ۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا حکم یې د لغمان په قرغه‌يي ولسوالۍ کې په عام محضر کې پلی کړی دی.

د خبرپاڼې په حواله، هر تورن ۳۰ – ۳۰ دورې وهل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سترې محکمې تېره پنجشنبه په غزني کې پر دوو کسانو د قصاص حکم پلی کړ.

دا حکم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له تایید وروسته د غزني د مرکز اړوند د فوټبال په یو لوبغالي کې پلی شوی دی.

ځايي سرچینې وايي چې هر تورن «پنځه مرمۍ» ویشتل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بښنې نړیوال سازمان بیا د طالبانو دا کړنه غندلې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x