روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۵

طالبانو په بلخ کې یو هلک او یوه نجلۍ په دورو وهلي

په بلخ کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو محکمې یوه نجلۍ او یو هلک د بداخلاقۍ په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

سرچینو رسنی ته ویلي چې دا دوه کسان یکشنبه د کب پر ۶مه له غرمې وړاندې د بلخ د استیناف محکمې له خوا او د دغې ادارې د کارکوونکو په ګډون «مجازات» شوي دي.

د سرچینو په خبره، طالبانو د دې موضوع له رسنیز کېدو څخه د مخنیوي په موخه، لومړی د کارکوونکو او مراجعه‌کوونکو ټيلفونونه را ټول کړل او وروسته یې حکم پلی کړ.

ورته مهال، د طالبانو سترې محکمې هم په خپله ایکس‌پاڼه کې د دې خبر پخلی کړی دی.

بلخوا، د راپورونو په حواله ټاکل شوې سبا (دوشنبه) په جوزجان کې یو کس «قصاص» شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د لغمان په قرغه‌يي ولسوالۍ کې د ورته تور له کبله دوه کسان په دورو وهل شوي دي.

د یادولو ده چې د طالبانو سترې محکمې تېره پنجشنبه په غزني کې پر دوو کسانو د قصاص حکم پلی کړ.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x