ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان په هکله ناسته کوي.
دا ناسته به دوشنبه، د کب پر ۷مه سهار ۱۰:۰۰ بجې تر غرمې مخکې ترسره شي.
دا د دوحې له ناستې وروسته د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړۍ ناسته ده.
د دوحې ناسته تېره اوونۍ د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربهتوب او د هېوادونو د ځانګړو او د افغان مدني فعالانو د استازو په ګډون ترسره شوه.
انتونیو ګوترېش، د امریکا او اروپايي ټولنې استازو دغه ناسته رغنده بللې ده.
ورته مهال، د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د دوحې د ناستې په هکله ویلي چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو د هېوادونو ترمنځ پیاوړې اجماع موجوده ده.
هغه ویلي، هېڅ هېواد نه غواړي چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ نفوذ او ګواښ وي او ټول د دې غوښتونکي دي چې ښځې او نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته ستنې شي.
اړوندې لیکنې :
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په هکله ناسته کوي
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا: القاعده په افغانستان کې اته نوې روزنیزې اډې جوړې کړې دي
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
- فرانسې د لبنان په هکله د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
- په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ یو وار بیا طالبانو ته ور نه کړل شوه
- د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته راځي